اعلامیۀ هیات اجرايیه ء کمیسیون تفاهم وتدارک نهضت میهنی دموکراسی وترقی افغانستان


 دافغانستان ددموکراسۍ او پرمختګ   دهیوادنی غورځنګ دتفاهم اوتدارک دکمیسیون داجراييه هيآت  اعلامیه

 

      په خوښۍ سره خبر شوو چه دافغانستان ددموکراسۍ او پرمختګ ټوليز غورځنګ دقانون  سره سم  دفعاليت جواز تر لاسه کړ  اورسما يي په فعاليت پيل وکړ .  دافغانستان د دموکراسۍ  او پرمختګ دهيوادنۍ غورځنګ اجرايه هيآت پدې مناسبت  دټوليز غورځنګ  دموسسيونو غونډې او ټولو غړو او پلويانو ته  مبارکي وايي  .

     د   ((هيوادني غورځنګ ))فعالين چه څلور کاله وړاندې يې دټوليز سياسي غورځنګ درامنځته کولو مفکوره او طرحه وړاندې کړې وه ، د افغانستان ددموکراسۍ او پرمختګ دټوليز غورځنګ  دتاسيس څخه ،   د هيواد دملي - دموکراتيکو ، ترقي غوښتونکو او عدالت خوښونکو ځواکونو ديووالي ديوه مرکزاوستر واحد سازمان په څير  ،  چه زمونږ او دټولوپرمتخګ غوښتنکو  کړيو غوښتنه وه تود هرکلۍ کوي .

       زمونږ په نظر دټوليزغورځنګ مرامنامه  چه ديوه تيوريکي - سياسي سند په توګه  يي   دهيوادد پرمختګ غوښتونکي غورځنګ  اړوند فکري او عملي سوالونو او  مسلو ته واقعي بينانه  ځوابونو ورکړي ، دهيواد د ملي - مترقي ځواکونو تر منځ دفکري بحران او تشکيلاتي تشتت   دله منځه وړلو په برخه کې ځانګړۍ اهميت لري .

       زموږ په باورددموکراتيکې  او مدني ، سوکاله او عادلانه ټولنې دايجاد لپاره مبارزه چه دټوليز غورځنګ دتګلارې ((ستراتيژۍ)) تشکيلوي او  ديوه دموکراتيک حاکميت داستقراراو دموکراسۍ دژورتيا ، دخلکودبرابرۍ ، ازادۍ اودمدني _ شهروندي (( و طنوالي))  دحقونو او سالم حقوقي نظام   ، چه په هغه کې دوطن  داوسيدنکو مليتونو دحقونو تساوي   د ټولنيز نياو ( عدالت ) دمنل شوو نورمونو پربنسټ    اجرايوي ضمانت ولري  او همدا ډول داقتصادي ، ټولنيز او فرهنګي پراختيا ( انکشاف )  او دبهره کشۍ  او هر ډول ستم څخه دانسان دژغورنې  په صورت کې ، مرحله په مرحله  تحقق مومي ، دملي پر مختيا او دافغانستان دخلکو دنيک مرغۍ  لپاره  ، سم او اصولي انتخاب شميرل کيږي .  بناپردې مونږ دټوليز غورځنګ دمرامنامې ، ديدګاه و او مرامي اصولو او عمو مي  کړنلارې  څخه ملاتړ کوو او دهغه دتحقق لپاره په يوه واحد سازمان او سنګر کې مبارزه کوو .

         زمونږ پر عقيده  دياد شوو انساني او مترقي موخو تحقق او ديوه ازاد او دموکراتيک ، غوړيدلي او پياوړي افغانستان دجوړولو غايي ته رسيدل  چه دهغه په لار کې  په وروستۍ پيړي کې قهر مانانه مبارزه شوي او زياتي قرباني ورکړشوی  ، په هيواد کې دمترقي بدلونونو په پروسه کې   دمترقي  ځواکونو دپراخ ګډون  او خپل منځي  يووالي  سره  تړل شوي   دي .

     موږ په يوه واحد اوستر سازمان کي د  هملورو( همسو)  او همفکره  مترقي او بدلون غوښتونکو سياسي فعالينو او شخصيتونو ، سازمانونو ،  ګرايشونو او ګوندونو  ديووالي لپاره   ديووالي  د يوه پراخ غورځنګ   او د يووالي ديوې کنګرې د رابللو او دايرولو  داړتيا او مبرميت   څخه په قوت ملاتړ کوو او پدي برخه کې   دهيڅ ډول  کوښښ  نه ځان نه سپموو .

       دافغانستان ددموکراسۍ او پر مختګ ټوليز غورځنګ  چه دسازمان دننه دنظر دتنوع او دعمومي  او جاري کړنلارې ، سياستونو  په  تنظيم  کې ،   دفکري ګرايشونو د ګډژوند ((همزيستي ))  او برخې اخيستني ، دبرنامې او سياسي عمل ديووالي ، دسازمان دننه دپراخې دمو کراسۍ او د پټې  راګيری او الترناتيفي کانديتاتورۍ  پر مبنا دټولو مقامونو او ارګانونو انتخاب ، او دنوبتي رهبري او صلاحيتونو دويش  پر اساس  تشکل موندلی او فعاليت کوي ، په واقعيت کې  په  يوه واحد سازمان کې  دپرمختګ غوښتونکو ځواکونو دتشکل لپاره نوي اوواقعيبينانه  اصول  اوبنسټونه  رامنځته کړي دي .  موږ دټوليز غورځنک د اساسنامې څخه چه ذکر شوي  اصول  په هغه کې تسجيل شويدي  تايدوو او هغه  د هيوادد پرمختګ غوښتونکو کړيو او سازمانونو دسازماني تشکل اويووالي  لپاره اصولي او مناسب چوکاټ بولو .

          ښکاره  ده چه  دهيواد دمترقي    ځواکونو سازماني تشکل او يووالۍ نسبتا سخت   او پيچلۍ کار معلوميږي ، خو سره له دې که پدې  اړوند قاطع اراده  په منځ کې وي او داشتراک پر ډيرو ټکوتکيه وشي  او په ځانګړي ډول  په  کوچنيو اختلافونو او تفاوتونو او په واقعيت کې  په سليقو يعنې فردي او ډله ايز ايګويزم  ، خپل ځان مرکز او محوربللو،   غلبه وشي ، نور دافغانستان د پرمختګ  غوښتونکو ديووالي  په لار کې  بل کوم اساسي مانع نه پاتی کيږی .  موږ دهيواد د مترقي او بدلون غوښتونکو ځواکونو په يووالي ژور باور ، او دهغه دتامين لپاره  لازمه امادګي او قاطع اراده لرو  او پدې ساحه کې دهيڅ ډول کوششونو څخه   به  ځان  و نه سپموو .

دپرمختګ غوښتونکو او بدلون غوښتونکو ځواکونو يووالۍ ( وحدت )  او اتحاد ( اتفاق) دبرياليتوب  ضامن دی

دافغانستان دخلکو دخدمت په لارکې د برياليتوب په هيله

دافغانستان ددموکراسۍ او پرمختګ دهيوادنی غورځنګ دتفاهم اوتدارک دکميسيون  اجراييه هيآت

                                                                                                                                            

          ٢٩- جنوری - ٢٠٠٦

 اعلامیۀ هیات اجرايیه ء کمیسیون تفاهم وتدارک نهضت میهنی دموکراسی وترقی افغانستان

 

 با مسرت اطلاع یافتیم که  نهضت فراگیردموکراسی وترقی افغانستان طبق قانون مجوزفعالیت بدست اورد و رسما به فعالیت اغازنمود .  هیات اجرايیه ء نهضت میهنی دموکراسی وترقی افغانستان  بدین مناسبت  به مجلس موسسان  وهمه اعضا وهواخوهان نهضت فراگیر تبریک میگوید.

    فعالان نهضت میهنی که چهار سال قبل طرحي  را به مثابه ((تفکر )) به خاطرپایه گذاری نهضت فراگیر سیاسی   پیشکش نموده است,ازتاسیس نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان به مثابه کانون وحدت و سازمان  واحد  وبزرگ  نیروهای ملی – دموکراتیک ,ترقی خواه وعدالت پسند , که نیاز مبرم وخواست ما وهمه ترقی خواهان کشور بود,به گرمی استقبال مینماید .

    به نظر ما مرامنامه ء نهضت فراگیر به مثابه سند تیوریک- سیاسی علما تنظیم شده که به پرسش ها و مسایل  اندیشه ای وعملی  جنبش ترقی خواهانه پاسخ  واقعبینانه داده  ,از اهمیت ویژه درزمینه رفع بحران فکری  وتشتت تشکیلاتی نیروهای ملی ومترقی کشور برخوردار است .

   به باور ما مبارزه برای اعمار جامعه دموکراتیک ومدنی , مرفه وعادلانه که در مرامنامه نهضت فراگیرمطرح گردیده و درصورت استقرار یک حاکمیت دموکراتیک ,تعمیق دموکراسی, تامین برابری ,ازادی وحقوق مدنی -شهروندی  ونظام حقوقی سالم که دران تساوی حقوق ملیت های باشنده ميهن ما بر پایه نورم های پذیرفته شده عدالت اجتماعی ضمانت اجراییوی داشته باشد وهکذا توسعه اقتصادی – اجتماعی وفرهنگی , تامین رفاه وعدالت اجتماعی ورهایی انسان ازبهره کشی وهر شکل ستم , مرحله به مرحله متحقق میشود , ستراتیژی و انتخاب  اصولی ودرست دررابطه به پیشرفت ملی  وخوشبختی مردم افغانستان می باشد . بدین جهت  مااز مرامنامه ,دیدگاه هاواصول مرامی  ومشی عمومی نهضت فراگیر حمایت مینمایيم ودرراه تحقق ان د ریک سازمان وسنگر واحد می رزمیم  .

     ما را عقیده بر ان است که تحقق اهداف انسانی وترقی خواهانه  متذکره ودرغایت ارمان اعمار افغانستان ازاد ودموکراتیک , شگوفان ونیرومند که درراه ان  درطی سده اخیر مبارزات قهرمانانه به عمل امده  وقربانی های فراوان داده شده است ,به وحدت و یک پارچه گی  ومشارکت گسترده نیروهای ترقی خواه وتحول طلب  در پروسه تحولات مترقی درکشور گره خورده است.

    ما از فراخوان  نهضت فراگیردررابطه به ضرورت ومبرمیت براه اندازی جنبش وحدت نیروهای ترقی خواه وتحول طلب  همسو وهمفکراعم ازفعالان وشخصیت ها ,  گرایش ها و سازمانهای سیاسی  واحزاب در سازمان واحد , دعوت وبر گذاری  کنگرهء وحدت, با قوت پیشتیبانی  مینمایم ودرین زمینه از هیچ نوع مساعی  دریغ نمی ورزیم  .

  نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغا نستان  که از نظر تشکیلاتی بر اساس تنوع نظری وهمزیستی گرایش های فکری درون سازمان در سیاست گذاری ها و مشی عمومی وجاری , وحدت برنامه وعمل سیاسی,  دموکراسی گسترده وانتخابی بودن همه مقامات وارگانهای رهبری کننده با کاندیتاتوری الترناتیفی ورای گیری سری , توزیع صلاحیت ها وتناوب رهبری تشکل یافته وفعالیت میکند, در واقع مبانی واصول واقعبینانه و نوین سازمانی  را برای وحدت وتشکل نیروهای ترقی خواه کشوردر سازمان واحد پی ریزی کرده است . ما اساسنامه نهضت فراگیر را که اصول ومبانی متذکره در ان تسجیل گردیده است تایيد مینمایيم وانرا چارچوب اصولی  برای تشکل سازمانی ووحدت نیروهای ترقی خواه کشور می پنداریم. 

   مبرهن است که  وحدت نیروهای ترقی خواه افغانستان  کار نستبتا دشواروپیچیده مینماید , ولی بااین وجود اگر اراده ء قاطع درین زمینه درمیان باشد و بر وجوه فراوان اشتراک  تکیه شود وبه ویژه بر تفاوت ها واختلافات نه چندان بزرگ ودر واقع سلیقه ها یعنی ایگویزم فردی وگروهی  , خود مرکز بینی وخود محوری  غلبه شود  , دیگر مانع اساسی در راه وحدت ترقی خواهان کشور باقی نمی ماند .  ما به امروحدت واتحاد نیروهای ترقی خواه وتحول طلب کشور باور عمیق و اماده گی جدی ولازم واراده قاطع  داریم ودرین زمینه ازهیچ نوع مساعی دریغ نمی ورزیم .   

          وحدت ویک پارچه گی نیروهای ترقی خواه وتحول طلب ضامن پیروزی است .

                              باامید پیروزی  درراه خدمت  به مردم افغانستان

         هیات اجرایيه ء کمیسیون تدارک وتفاهم نهضت میهنی  دموکراسی وترقی افغانستان

                                                     مورخ ٢٩  جنوری  ٢٠٠٦                                         

 

 

 

 

 


January 30th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها